اروپايي ټولنې ویلي، چې د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو پلان عملي کوي چې په غړو هېوادونو کې یې د استوګنې قانوني حق نه دی ترلاسه کړی. د اروپايي ټولنې ویاند مارکوس لامرت ویلي، د دې بهیر د تنظیم لپاره د ټولنې تخنیکي پلاوو افغانستان ته دوه ځلې سفرونه کړي دي. د فرانسپرس د راپور له مخې، دې پرېکړې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ اندېښنه راپارولې ده. د احصایو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په اروپا کې د سیاسي پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله افغانان وو، چې ورپسې د وینزویلا او سوریې کډوال ځای لري.




































