د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددې هرکلی کړی دی چې په سوریه کې د داعش وروستی کلی هم د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو ته لاس ته ورغلی دی. د سوریې په باغوز کلي کې ددې ډلې ماته پرون اعلان شوه. ټرمپ وویل، څو چې دا افراطي ډله په هر ځای کې ماته ونه خوري امریکا به د مراقبت په حالت کې وي. د سوریې ډموکراټیک ځواکونو چې امریکا یې ملاتړ کوي، پرون وویل چې د باغوز کلی هم چې په سوریه کې د داعش ډلې تر کنټرول لاندې وروستۍ سیمه وه، ازاده شوې ده. له دې سره د عراق په یو شمېر ولایتونو او سوریه کې د داعش ډلې خلافت پایته ورسېد او دا ډله په بشپړه توګه ماته شوه.





































