دوه دیموکرات نوماندان به وکړی شي چې په راتلونکو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړي. د سي بي ایس تلویزیون یوه نوې نظر پوښتنه ښيي، چې دیموکرات برني سندرز او جو بایډن به وکړی شي د امریکا اوسني ولسمشر ته د ۴ او ۷ سلنه په توپیر د ۲۰۲۰ز کال په ټاکنو کې ماتې ورکړي. په امریکا کې د راتلونکي کال د ټاکنو لپاره سر له اوسه سیالۍ او ایالتي کمپاینونه پيل شوي دي. برني سندرز او جو بایډن به د ډونالډ ټرمپ تر ټولو ستر حریفان وي. امریکايي وګړو په نظر پوښتنه کې تر ټولو ډېره رایه جوبایډن ته ورکړې ده او وړاندوینه ښيي چې هغه به تر ټرمپ اووه سلنه لوړې رایې یوسي.





































