د کرکټ د نړۍوال جام په مهمه لوبه کې نن هند او پاکستان له یوه بل سره لوبیږي. دا لوبه د سریلانکا په پلازمینې کولمبو کې د افغانستان په وخت د ماښام شپږ بجې پيلیږي. د پاکستان او هند لوبې تل له شور او ناندریو ډکې وي. دا ځل هم پاکستان په لومړي سر کې له هند سره د یکشنبې ورځې له لوبې بایکاټ اعلان کړی وو خو وروسته یې بېرته د لوبېدو پرېکړه وکړه. له ۲۰۲۲ کال راهیسې هند له پاکستان سره پنځه واره په نړۍوالو شل اووریزو لوبو کې مخ شوی چې ټولې یې ترې ګټلي دي.




































