د امریکا ځانګړی پلټونکی وايي تېرو ټاکنو کې ټرمپ له روسیې سره جوړجاړی نه دی کړی. د امریکا کانګرېس ته په استولي راپور کې د ددې هېواد په تېرو ټاکنو کې د روسیې مداخلې په اړه ځانګړي پلټونکي رابرټ مولر ویلي چې د ۲۰۱۶ په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر ټرامپ ټاکنیز ټیم له روسیې سره جوړجاړی نه و کړی. په هغه لیک کې چې د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار د امریکا کانګرس ته استولی ویل شوي، په راپور کې دې پایلې ته نه دي رسیدلي چې د امریکا ولسمشر دې کوم جرم کړی وي خو هغه ته برائت هم نه ورکوي. د مولر څېړنې چې ۲۲ میاشتې یې وخت نیولی، دوه ورځې وړاندې د امریکا لویې څارنوالۍ ته سپارل شوې. د رابرټ میولر د تحقیقاتو پرمهال ځیني کسان محاکمه او محکوم شول او د نورو کسانو ترڅنګ په دې ډله کې د ولسمشر ټرمپ د کمپاین ډلې مشر پاول مانافورت، د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلین او یو مهالې د ټرمپ شخصي وکیل مایکل کوهن هم شامل وو.





































