د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پوځ ته امر کړی دی چې په موزمبیق کې له توپان او سیلاب ځپلو سره مرستې وکړي. په افریقا کې د امریکا د پوځ قومندانۍ وروسته تر هغې د ټرمپ د دې امر خبر ورکړ چې یاد هېواد له سیلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه. د امریکا پوځ ویلي چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به د ۶نیم میلیونه ډالرو په ارزښت بشري مرستې موزمبیق ته برابرې کړي. توپانونو او سیلابونو په موزمبیق کې شاوخوا ۴۴۶ کسان مړه کړي دي.





































