د فردي ودې په برخه کې مشهور اثر Let Them Theory چې امریکایي لیکوالې مېل رابېنز لیکلی، په پښتو ژبه تازه د اکسوس کتابپلورنځي لخوا خپور شو.
دا کتاب د انساني اړیکو، ذهني ارامۍ او د ژوند د مهمو پرېکړو په اړه نوې او عملي نظریې وړاندې کوي او هڅه کوي لوستونکي دې ته وهڅوي چې د نورو د کنټرول پر ځای خپل تمرکز پر ځان او خپل پرمختګ واړوي. د پښتو ژباړې له خپرېدو سره تمه کېږي چې د مطالعې مینهوال، ځوانان او د ځانپرمختګ پلویان ترې پراخه ګټه واخلي.
یاد کتاب پښتو ژبې ته ستاره ویسا ژباړلی، دوې سریزې، ۱۷ څپرکي او ۲۹۶ مخونه لري.
د کابل سربېره د کندهار، ننګرهار، لوګر، غزني او خوست کتابپلورځیو کې هم د لاسرسي وړ دی.




































