د شينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۴مې نېټې په شپه د فرانسې په نيس ښار کې د دغه هېواد له ولسمشر امانويل مکرون سره وکتل. له نوموړي سره په خبرو کې شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې فرانسه لومړی لوی لوېديځ هېواد دی چې له چين سره يې رسمي اړيکې ټينګې کړې، له چين سره يې ستراتيژيکي همکاريزې اړيکې جوړې کړې، له چين سره يې ستراتيژيک ډيالوګ پيل او د ملکي ذروي قوتونو په ساحه کې يې له چين سره همکارۍ تر سره کړي دي. سږ کال د چين د ملي ولسي جمهوريت د ټينګېدو ۷۰ مه او د چين او فرانسې تر منځ د اړيکو د جوړېدو ۵۵ مه کليزه ده، فرانسې ته زما دغه سفر ځانګړی اهميت لري.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې که څه هم نړيوال حالت او د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې بدلې شوې دي، خو له فرانسې سره د اړيکو په برخه کې د چين لومړيتوب، د سولې، پرمختګ، برابرۍ او عدالت په غرض د چين او فرانسې کوښښونه، د ګډو ګټو پر بنسټ د چين او فرانسې تر منځ همکارۍ نه دي بدلې شوي.
مکرون وويل، پروسږ کال بېجينګ ته زما سفر ډېر خوشحال او بريالی و. فرانسې او چين په يو کال دننه کې د لاسليک شويو پرېکړه ليکونو د پلی کېدو او د تجارت، تخنيک او کولتور په ساحو کې د دواړو خواوو تر منځ همکاريو د پرمخ وړلو لپاره مسلسل کوښښونه کړي دي. فرانسه د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو غوښتنې ته پاملرنه کوي او چين د خپل مهم ستراتيژيک همکار په توګه بولي. فرانسه له اقليمي بدلون سره د مقاومت په ګډون نړيوالو چارو کې د چين د مهم رول او شويو خدمتونو ستاينه کوي او غواړي چې له چين سره د نړيوالې سولې او سمسورتيا د ساتنې لپاره ګډ کوښښونه وکړي.





































