سعودي عربستان د جولان غرونو په اړه د امریکا وروستۍ پرېکړه چې دا سیمه یې د اسراییلو د ملکیت په توګه په رسمیت پېژندلې غندلې ده. د سعودي حکومت په یوه اعلامیې کې د امریکا دا کار په کلکو ټکو غندلی او د یاد هېواد دا اقدام یې د نړیوالو اصولو او مقررو خلاف عمل بللی دی. په اعلامیه کې راغلي، هر حقیقت د کاغذ پر مخ لیکل شوي توري نه شي بدلولی، د جولان غرونه د سویې وو او دي. عربستان دغه راز ویلي چې دا اقدام د منځني ختیځ امنیت او ثبات لا ډېر زیانمنولی شي. دا سیمه په ۱۹۶۷ کې اسراییلو له یو جنګ نه وروسته له سوریې ونیوه او په ۱۹۸۱ کال کې یې د خپلې خاورې ضمیمه وبلله خو له امریکا پرته هیڅ هېواد هم تر اوسه په رسمیت نه ده پېژندلې.





































