ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د بحرین له پاچا حمد بن عیسی ال خلیفه سره په ټيلیفوني خبرو کې ویلي چې روسیه چمتو ده په منځني ختیځ کې د ثبات ټينګولو په موخه له ټولو فرصتونو ګټه واخلي. د راپور له مخې پوتین ټينګار کړی په سیمه کې وروستي تحولات د ګڼو عربي هېوادونو امنیت چې روسیه ورسره ښې اړیکې لري، ګواښي. راپور زیاتوي، چې دا خبرې پر ایران د امریکا او اسرائیل له پراخو بریدونو سره هممهاله شوې دي. په دغو بریدونو کې د ایران د پلازمېنې تهران په ګډون د دغه هېواد مهم ښارونه په نښه شوي چې په پایله کې یې د ایران د مذهبي مشر په ګډون د یاد هېواد ګڼ چارواکي وژل شوي دي. د ایران سپاه پاسداران هم ویلي چې په غچ اخیستوونکو بریدونو کې یې اسرائیل او په بحرین، اردن، قطر، کویټ، متحده عرب اماراتو او عربستان کې د امریکا اډې په نښه کړې دي.



































