د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په روان ۲۰۲۶ کال کې به نږدې ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري. د دغه بنسټ په وینا، دا شمېر د افغانستان د ټول نفوس نږدې نیمايي برخه جوړوي. یونیسف زیاته کړې چې له دغو اړتیا لرونکو کسانو څخه شاوخوا ۱۱.۶ میلیونه یې ماشومان دي، چې د بشري مرستو تر ټولو لویه برخه ورته اړینه ده. دغه سازمان همداراز ویلي، چې د روان میلادي کال لپاره یې د ۹۴۹.۱ میلیونه ډالرو بودجې غوښتنه کړې، خو تر اوسه یوازې ۴۲ سلنه بودجه ترلاسه شوې ده. یونیسف ټینګار کړی چې د بودجې کمښت به د مرستو پر بهیر منفي اغېز وکړي او د میلیونونو اړمنو افغانانو ژوند به له خطر سره مخ کړي.



































