ملګرو ملتونو ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې څخه د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې پر افغانستان د پاکستان د پوځي بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۴ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او ۸۹ نور ټپیان دي. د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په وینا، په دغو ملکي وګړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او یادې شمېرې لومړنۍ بلل کېږي. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د ملکي تلفاتو د مستندسازۍ بهیر ته دوام ورکوي. ملګرو ملتونو همداراز ویلي چې د سرحدي سیمو د تګ راتګ محدودیتونو د بشري مرستو رسونه له خنډ سره مخ کړې او دا وضعیت له پاکستانه راستنېدونکي افغانان نور هم زیانمن کړي دي. د راپور له مخې، له ایرانه د راستنېدونکو کسانو د شمېر د زیاتېدو احتمال هم شته.



































