په ایران کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲ ته لوړ شوی دی. د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې د سیلابونو له کبله د راټولو شویو اوبو تخلیه او سیلاب ځپلو ته ځان رسول د حکومت په لومړیتوبونو کې دي. روحاني ویلي، دی له پوځ او سپاه پاسداران څخه غواړي چې د اوبو د تخلیې او نجنیرۍ په برخه کې کار وکړي. د راپورونو له مخې سیلابونو ډېره مرګ ژوبله په شېراز، ګلستان، مازندران او شمالي خراسان کې خلکو ته اړولې ده. په ورته وخت کې د یاد هېواد د هوا پېژندنې ادارو وړاندوینه کړې چې په تهران او ځینو نورو سیمو کې به د چهارشنبې په ورځ هم هوا باراني وي او ان د ځمکې د ښویېدنې خبرداری هم ورکړل شوی دی.





































