د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، ویرېږي چې کېدای شي هېواد یې یو ځل بیا له هند سره په وسله واله شخړه کې ښکېل شي. عمران خان له بریټانوۍ فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، سره له دې چې د هندي پیلوټ له خوشې کېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعیت یو څه عادي شوی دی خو په خبره یې اوس یې هم له دې هېواد سره تاوتریخوالی ختم نه دی. هغه زیاته کړې، دی لا هم په ویره کې دی او داسې احساسوي چې د هند تر ټاکنو مخکې ښایي یو ځل بیا دواړه هېوادونه سره ونښلي. هند او پاکستان هغه دوه رقیب هېوادونه دي چې له ۱۹۴۷ کال راوروسته یې درې ځله جګړې کړې دي او په دې وروستیو کې یې اړیکې یو وار بیا سختې خرابې شوې دي.





































