د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۶مه نېټه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې د ۴مې غونډې له هغو استازو سره لیدلي دي، چې د دغه هېواد د بزګرانو او کارګرو د ډيموکراتيک ګوند او جيوسان ټولنې غړي او د روغتيا، طب او ټولنيزې هوساينې استازي پکې شامل دي.
شي جين پينګ د دغو استازو په مباحثوي غونډه کې هم ګډون کړی او د دوی نظرونه او وړانديزونه يې اورېدلي دي.
شي جين پينګ په مباحثوي غونډه کې ويلي، چې په ۲۰۳۵م کال کې د روغ چين پېشنهاد د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې ستراتيژيک پلان دی او د پنځلسم پنځه کلن پلان د تطبيق موده د دغه پلان د پوره کولو مهمه مرحله ده. نوموړي زياته کړې، چې ولسي سياسي مشورتي کنفرانس بايد په ښه توګه د مشورتي ارګان رول ولوبوي او د ياد پلان لپاره د تيوريکو او عملي مسئلو په اړه پلټنې او څېړنې تر سره کړي او د مسئلو د حل عملي کېدوونکي او اغېزمن وړانديزونه دې وړاندې کړي.



































