د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس د څلورمې کلنۍ غونډې په درشل کې د ديپلوماسۍ په هکله خبري ناسته تر سره شوه.
د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يپه دغه خبري ناسته کې ويلي چې د ايران وضعيت د نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ ټکی ګرځېدلی دی. چين په دې اړه عادلانه رويه غوره کوي او څو څو ځلې يې هغه دريځ بیان کړی چې د جګړې ښکيلې خواوې دې اوربند وکړي او پوځي بريدونه دې ودروي. ده ویلي چې دغه جګړه بايد نه وای شوې او د اړوندو خواوو په ګټه نه ده، نو ځکه چين پر اړوندو خواوو غږ کوي چې سمدلاسه پوځي عمليات ودروي او د د وضعيت د لا سختوالي مخه دې ونيسي تر څو جګړه نورو هېوادونو ته خپره نه شي.
هغه زیاته کړې چې د یوه هېواد قوي پوځي ځواک باید دا معنی ونه لري چې په خپله خوښه نور هېوادونه ځورولی شي، نړيوال نه شي کولی چې د ځنګل تر قانون لاندې ژوند وکړي.
د ده په خبره، په خپلسر د زورزياتي کارول د دغه هېواد د پياوړتيا څرګندويي نه کوي. بې ګناه خلک بايد د جګړې قربانیان و نه ګرځي.




































