د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي مديرې نګوزی وکونجو ايويلا د مارچ په ۵مه نېټه ويلي، د جنوب او جنوب (پرمختيايي هېوادونو)سوداګرۍ اوس د نړيوالې سوداګرۍ په زياتوالي کې مهم ځواک ګرځېدلی. د دې په خبره، دغه نړيوال سازمان د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په هڅونه کې د چين اقدامات ستايي.
سوداګرۍ نړيوال سازمان په همدې ورځ د سويس په ژنيو کې د چين او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه يوه غونډه جوړه کړه چې مېرمن ايويلا، د چين، جنوبي افريقا او هند په شمول د دغه نړيوال سازمان د غړو هېوادونو استازيو او د وروسته پاتې هېوادونو کابو ۶۰ تنو استازيو او سفيرانو پکې ګډون کړی دی. برخه والو د سوداګرۍ نړيوال سازمان تر چوکاټ لاندې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د هڅونې او په نړيوال ارزښتي ځنځير کې د وروسته پاتې هېوادونو د ښکېلولو په عملي هڅو کې د چين د شويو کارونو ستاينه کړې ده.




































