د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د نوښتي او عالي ټکنالوژۍ چارو ادارې مشر بای جينګ يو د مارچ په ۷مه نېټه يوې خبري ناستې ته ويلي، د هېواد د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ ۱۵م پنځه کلن پلان په مسوده کې په مختلفو کچو او نوبتونو د راتلونکو چارو پرمختګ ترتيب شوی دی.
د ده په خبره، چين به د اوس لپاره د نوي نسل معلوماتي ټکنالوژۍ او نوې انرژۍ په شمول ستراتيژيکو او نويو چارو ته پرمختګ ورکړي او په مختلفو سيمو کې به د ځانګړتياوو او ښيګڼو له مخې ځانګړې او غوره چارې وروزي.
چين به راتلونکې منځنۍ مودې ته په کتو، د مدغم سرکټ، بيولوژيکي درملونو او هوانورۍ په شمول د عمده پرمختلفو چارو پر ترقۍ متمرکز ولري او په ليرې راتلونکې کې به د ګوانټم ټکنالوژۍ، د مغز او کمپيوټر رابط انترفېس او تجسمي ځیرکتیا په شمول د چارو د پرمختګ په هڅه کې وي.




































