د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرس څلورمې کلنۍ غونډې په څنډه کې د ديپلوماسۍ په هکله خبري ناسته د مارچ په اتمه نېټه تر سره شوه.
د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي دغې خبري ناستې ته د دولت رئیس ديپلوماتيک فعاليتونه د چين د ديپلوماسۍ اساس او بنسټ بللی دی. هغه وويل، په تېر يو کال کې د چین د دولت رئيس شي جين پینګ د پېچلي او بدلېدونکي نړيوال وضعيت پر وړاندې يو لړ ديپلوماتيک فعاليتونه تر سره کړي او د تاريخ ډېرې مهمې شېبې يې جوړې کړې دي.
د ده په خبره، ډېر هېوادونه په دې پوه شوي، هغه ډیپلوماسي چې شخصا د رئيس شي جين پینګ تر لارښوونې لاندې د چين ډيپلوماتيکې چارې متزلزلې نړۍ ته ډېر باارزښته ثبات او اطمنان برابروي او په نړيوال هرج ومرج کې نه پر ځای کېدونکی تکیه ګاه ګرځېدلې دي.




































