د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د مارچ د ۷مې نېټې په ماسپښين د دغه هېواد د ۱۴ملي ولسي کانګرس په ۴مه کلنۍ غونډه کې د خلکو ازادي بښوونکي پوځ او وسله والو پوليسو ګډون کوونکي پلاوي په عمومي غونډه کې ګډون وکړ.
ده د دې لیدنې په ترڅ کې يې ويلي: موږ بايد د ”۱۵م پنځه کلن پلاون “ په موده کې د خلکو ازادي بښوونکي پوځ د جوړېډو د سلمې کليزې موخې ته پر وخت ورسېږو، د دفاعي او پوځي چارو عصريتوب ته دې باکيفيته پرمختګ ورکړو، په سياسي چلند دې پوځ اباد کړو، پر پوځ د ګوند بې وقفې مطلقه رهبري دې حفظ او تقویه کړو او په يو موټي توب سره دې دفاعي او پوځي چارې پرمخ يوسو.




































