تېر کال د چين د بېلا بېلو کچو محکمو ۳۷ ميليونه او ۴۸۶ زره قضيي حل وفصل کړي
د چین د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې درېیمه عمومي ناسته د مارچ په نهمې نېټې د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې ترسره شوه.
د چين د سترې محکمې مشر جانګ جون دغې ناستې ته کاري راپور وړاندې کړی دی.
راپور کې ويل شوي، چې تېر کال د چين سترې محکمې ۲۹ زره ۱۵۴ قضيو ته رسیده ګي کړې او ۳۱ زره او ۹۵۸ قضيې يې حل و فصل کړې دي.
د چين د بېلا بېلو کچو محکمو ۳۷ ميليونه او ۴۸۶ زره قضيې هوارې کړي او د ۳۶ ميليونو او ۲۲۰ زرو قضيو تطبيق يې پای ته رسولی دی.




































