د چین د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د ۴مې غونډې مطبوعاتي مرکز د مارچ په ۸مې نېټې خبر ورکړی، چې د کانګرېس ۳۴ پلاويو پرانیستې غونډې ترسره کړي، چې شاوخوا ۳۰۰۰ کورنيو او بهرنيو خبریالانو پکې ګډون کړی دی.
پرانیستې غونډې د چین د کورنیو او بهرنیو رسنیو لپاره اسانتياوې برابروي، چې د ملي ولسي کانګرېس له بېلا بېلو پلاويو سره مرکې وکړي او اړوند مالومات ترې ترلاسه کړي.




































