د چين پارالمپيک لوبغاړي څای جیا يون د مارچ په اومې نېټې په ايټاليې کې د پارا اولمپيک د څوارلسمې دورې ژمنيو لوبو کې د چيني سپورټي پلاوي لومړی طلايي ميډال ګټلی دی.

د چين د دولتي شورا غړې او د دې شورا د معلولينو د کاري کمېټې مسؤلې شن يي چين د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او د دولتي شورا په استازيتوب چيني سپورټي پلاوي ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړې په پیغام کې ټولو ميډال ګټونکو لوبغاړو او د چين سپورټی پلاوي ته مبارکي ویلې او دوی یې هڅولي چې د چيني ملت د سپورټ، د بېجينګ د اولمپیک د ژمنيو لوبو، د پارالمپيک د لوبو روحيې خپرې کړي او لازیاتې لاسته راوړنې خپلې کړي.




































