نوموړي ويلي، کويټ د جګړې اړخ نه دی، خو بيا هم د جګړې له امله زيانمن شوی دی او په خبره یې، کويټ او د خلیج نور هېوادونه هڅې کوي، چې د خبرو له لارې اختلافات حل کړي، خو له ځانه د دفاع حق به پرېنږدي.
نوموړي د چين دریځ او هڅې د قدردانۍ وړ بللي او نيت يې ښودلی چې له چين سره نظر تبادلې او همغږي پیاوړې کړي او د سيمې د امن او ثبات د ژر اعادې لپاره ورسره ګډ کار وکړي.
د چين خارجه وزير وانګ يي ويلي، هېواد يې تل پر سیاسي او ډيپلوماتيکو خبرو ټينګار کړی او په منځني ختیځ کې روان کړکېچ هم باید په ډيپلوماسۍ پای ومومي او په خبره یې، په منځني ختیځ کې روانه جګړه باید نه وای شوې، ځکه دا د هیچا په ګټه نه ده.
نوموړي ويلي، امريکا او اسرائيل د ملګرو ملتونو له صلاحيت پرته د مذاکراتو په موده کې پر ايران بريدونه پيل کړل او له نړيوال قانون څخه يې څرګنده سرغړونه وکړه.
وانګ يي زياته کړې، د خلیج هېوادونو حاکميت، امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا ته باید بشپړ درناوی وشي او ټول هغه پوځي عمليات چې ملکي وګړي او غير پوځي موخې پکې په نښه شوي، باید وغندل شي.
نوموړي تر ټولو بېړنی کار دا بللی، چې په منځني ختیځ کې سمدستي جګړه ودرول شي او چين به د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.


































