د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۹مه نېټه انتونيو جوس سېګورو ته د پورتګال د نوي ولسمشر د ټاکل کېدو په پار د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چين او پورتګال دوديزه او ژوره دوستي لري. دواړو هېوادونو د خپلمنځي سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۴۷ کلونو راهيسې تل يو د بل درناوی او ملاتړ کړی، په سياسي ځيرکتيا يې د مکاو مسئله په مناسب ډول حل کړې، د همکارانو په شان يې د متقابلو ګټو همکارۍ ترسره کړي، په نړيوالو چارو کې يې نژدې همغږې ساتلې او دوه اړخيزو اړيکو يې تل په سالم او ثابت ډول پرمختګ موندلی دی.
شي جين پينګ ويلي، چې هغه له پورتګال سره اړيکو ته ارزښت ورکوي او هيله يې ښودلې، چې له ولسمشر سېګورو سره يو ځای ستراتيژيکې همغږۍ پياوړې کړي، د متقابل باور لوړه سويه وساتي، د لوړ کيفيت همکارۍ پرمخ بوځي، د چين او پورتګال د هراړخيز ستراتيژيک مشارکت محتويات پر له پسې زيات کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.


































