د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالي کې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ جګړې له امله زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي. ځايي خلک وايي، د دواړو لورو ترمنځ دا جګړه د وري میاشتې په دویمه پیل شوې ده. د چپې درې اوسېدونکي وایي لومړی، ورسک تنګي کې سخته نښته وشوه او دوی یې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل. هغوی زیاتوي چې د چپې درې ولسوالۍ له مختلفو سیمو خلک تېښتې ته اړ شوي او جلال اباد یا د کونړ نورو سیمو ته تللي دي. د کونړ د چپې درې ولسوال خلیل الله خلیلي هم مني چې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړې زرګونه کورنۍ بې ځایه کړې دي. د ده په خبره، اوسمهال د خلکو سروې روانه ده چې په وینا یې پرون او نن له بېځایه شویو کورنیو سره څه ناڅه مرسته هم شوې ده. داعش او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



































