د چين د ملي ولسي کانګرېس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډې د نړۍ لپاره د چيني شکله عصريتوب او ټولبهير ولسي ډيموکراسۍ د څار کړکۍ بلل کېږي.
د چين د ملي ولسي کانګرېس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس شاوخوا پنځه زره استازي او غړي، چې د دې هېواد د بېلا بېلو سیمو او قومونو استازیتوب کوي، بېجينګ کې راغونډ شوي او د خپلو خلکو غوښتنې يې يادو دوو کلنيو غونډو ته وړاندې کړې دي.
دوی په دغو غونډو کې وړانديزونه مطرح کوي، د خلکو غږونه د حکومت تر چارواکو رسوي او د هېواد په مهمو پرېکړو کې ونډه اخلي او خدمتونه کوي.
ټولبهير ولسي ډيموکراسي، چې د خلکو نظرونه پکې منعکس کېږي، په چين کې د ټاکنو، سلامشورو، پرېکړو، ادارې او څارنې په شمول په بېلا بېلو پړاوونو کې لیدل کېږي.

د چين له دوو کلنيو غونډو څخه نه يوازې د دې هېواد د پرمختګ نقشه ليدل کېږي، بلکې تر ټولو پراخه، ريښتنې او موثره ډيموکراسي هم ترې احساسېږي.
په چین کې د ولسي کانګرېس په پنځو کچو کې شاوخوا ۲ ميليونه او ۷۷۰ زره استازي دي، چې کابو ۹۵ سلنه یې د ولسواليو او کليو د ولسي کانګرېسونو استازيتوب کوي او اکثريت يې عادي کارګران، بزګران او مسلکي کارګران دي.
دوی د عامو خلکو په مشکيلاتو او غوښتنو ډېر ښه پوهېږي او منتخب استازي يې د خلکو غږونه دوو کلنيو غونډو ته رسوي او د بېلا بېلو ځايونو، صنايعو او ټولنو غړي پکې خپلې نظريې اوروي.
شنونکي وايي، د چين دغه ميکانيزم په نړۍ کې نادر دی.
سږکال د چين د ۱۵م پنځه کلن پلان د تطبيق لومړی کال دی. د ۱۵م پنځه کلن پلان د مسودې څارنه او سلا مشورې د چين د سږنيو دوو غونډو مهم ټکي بلل کېږي.
مالومات ښيي، د تېر ۲۰۲۵م کال له مې څخه تر جون پورې، د يادې مسودې د جوړولو په بهير کې په انټرنېټي نړۍ کې درې ميلیونه او ۱۱۳ زره موثرې نظريې راټول شوي، چې په پای کې ترې د ۲۷ برخو ۱۵۰۰ وړانديزونه جوړ شوي او په دې جمله کې ډېر وړانديزونه يې په يادې مسودې کې ځای شوي دي.
د چين ټولبهير ولسي ډيموکراسي خلکو ته لومړيتوب ورکوي او خلک هم پکې خپل ځان ويني.
د امريکا د ايدېلمان شرکت د يوې سروې پايله ښيي، چې چينايان پر خپل حکومت او شرکتونو ډېر باور لري او د اعتبار کچه یې د سروې په ګډونوالو هېوادونو کې لومړی ځای لري او د راتلونکي په اړه د خوشبينۍ کچه يې هم په نړۍ کې لومړی ځای لري.
شنونکي پر دې اند دي، چې ټولبهير ولسي ډيموکراسي نه يوازې د چيني شکله عصريتوب لپاره تضمین برابر کړی، بلکې د ډېرو زياتو پرمختيايي هېوادونو لپاره يې ګټورې تجربې هم برابرې کړې دي.
سږکال د چين د ۱۵م پنځه کلن پلان د تطبيق لومړی کال دی او د چيني شکله عصريتوب بهیر نوي پړاو ته داخل شوی دی.
ټولبهير ولسي ډيموکراسي به د چيني شکله عصريتوب بهیر ته خوځنده ځواک او نړۍ ته به زيات فرصتونه برابر کړي.



































