د چین دولت رئيس شي جين پینګ د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د څلورمې غونډې په څنډه کې د جيانګ سو ولایت د پلاوي په بحث کې ګډون او وینا کړې ده. نوموړي د نوي باکيفيته توليدي ځواک لا پیاوړتيا د چين د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ د پرمخبيولو او د اقتصادي سيالۍ د وړتيا د لا پياوړتيا لپاره ډېره مهمه او اړينه بللې ده.
د شي جين پينګ د دغې مهمې وينا په اړه د برېتانيې د سکې نيوز چينل، د سينګاپور ليان هه ځاو باو ورځپاڼې، د جاپان د سانکي شيمبون، د ارجنتاين د کلار اين ورځپاڼې، د قزاقستان د ډيکي نيوز، د امريکا د بلومبورګ نيوز او د ويتنام د نيشنل اسيمبلي ويبپاڼې په شمول ګڼو بهرنيو خبري رسنيو راپورونه ورکړي او نظر يې پکې ښودلی، چې د شي جين پينګ وينا د چين د اقتصادي جوړښت د بدلېدو لپاره کليدي لاره برابره کړې، چين نوښت د پرمختګ کليدي انجين بولي او نه يوازې خپل ځاني پرمختیايي بنسټ يې ټینګ کړی، بلکې د نړيوالې اقتصادي سمسورتیا لپاره يې هم د زده کړې وړ عملي لايحه برابره کړې ده.
رئيس شي جين پینګ ويلي، اړوندې ادارې دې د ساينس او تخنيک د مستعدو کسانو د روزنې لپاره ګډې هڅې وکړي او د بنسټیز نوښت، کليدي ټکنالوژۍ او عصري تخنيک په برخو کې دې نوی پرمختګ ومومي.
سکي نيوز او کلاراين ورځپاڼې په راپورونو کې ويلي، چې چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې اقتصاد له ساينس او تخنيک سره پیوست کړي او په کليدي صنايعو کې به خپلواکي خپله او اقتصاد ته به پرمختګ ورکړي، ځکه د دغه هېواد د پنځلسم پنځه کلن پلان مهم ټکی دا دی، چې دغه هېواد څنګه کولی شي، په عصري ساينسي او تخنيکي سياليو کې مخکښ ځای خپل او اقتصاد يې پرمختګ ومومي.
د امريکا د بلومبورګ ويبپاڼې، د قزاقستان ديکې نيوز او ويتنام د نيشنل اسيمبلي ويبپاڼې د نوي باکيفيته تولیدي ځواک په هکله د رئيس شي جين پينګ وينا ته پام اړولی او په خپلو راپورونو کې يې ليکلي، چين د هغه نوي تخنيکي ايکولوژیکي سيسټم د جوړولو لپاره هڅې کوي، چې په راتلونکو څو لسيزو کلونو کې په نړيوال اقتصادي جوړښت پسې تړاو لري.
بلومبورګ په يوې تبصرې کې ويلي، په داسې حال کې چې د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا کمزورې شوې او د اقتصادي ودې خوځنده ځواک د بدلون په کليدي پړاو کې دی، رئيس شي جين پینګ د علمي او تکنالوژيکي نوښت او د نوي کيفيت توليدي ځواک په اړه مهمه مفکوره وړاندې کړې، چې دغه مفکوره يې نه يوازې د چين د پرمختګ له واقعي حالاتو سره مطابقت، بلکې له نړيوال پرمختیايي تمايل سره هم سمون لري.
نړيوالو د یادو خبرو نړيوال اهميت او عملي کېدونکی ارزښت منلی دی. چين او رئيس شي جين پینګ د دوو مجلسونو په کلنيو غونډو کې د هېواد او حتی د نړۍ د روښانه راتلونکې لپاره ډېرې هڅې کوي.
د چین او تايلنډ د سوداګريزې ټولنې مرستیال رئیس او سکرتر دوکتور پايچيټ ويبونتاناسارن پر دې اند دی، چې چین به تر ۲۰۳۵م کال پورې د عصريتوب بنسټيزه ستراتيژيکه موخه ترسره کړي او د پنځلسم پنځه کلن پلان په موده کې به د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره مهم بنسټ کېږدي. نوموړي ويلي، چين د سولې او پرمختګ د افکارو او د کورنيو تجربو پر بنسټ د پانګونې له لارې له نړۍ سره فرصتونه شريکوي او د ګډ پرمختګ د موندلو لپاره هڅې کوي.
بهرنۍ خبري رسنۍ د چين د دوو مجلسونو سږنۍ غونډې د راتلونکو تګلارو د لوري او د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ د موخې د ټاکلو لپاره ډېره مهمه شېبه بولي او پر دې اند دي، چې د چین دولت رئيس شي جين پينګ د راتلونکې عمومي اقتصادي تګلارې لوری روښانه کړی دی.



































