په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د مارچ په ۱۱مه نېټه په امنيت شورا کې د منځني ختيځ مسودې په اړه د رايګيرۍ تر پای ته رسېدو وروسته ويلي، چې د روسيې په وړانديز اړونده مسوده کې د ملګرو ملتونو پر منشور او اصولو بيا ټينګار شوی، پکې پر مختلفو خواوو غږ شوی چې سمدستي پوځي عمليات ختم کړي، پر ملکيانو او ملکي تاسيساتو د ټولو بريدونو غندنې پکې شوي او د خبرو مېز ته د ښکيلو خواوو د بېرته راتګ هڅونه پکې شوې ده.
د فو څونګ په خبره، چين د دغې مسودې هرکلی او ملاتړ کوي او د دغې مسودې پر نه تصويب خواشيني او تاسف څرګندوي.
امنيت شورا کې په همدې ورځ منځني ختيځ کې د روانې پوځي شخړې په اړه د دوو مسودو رايګيرۍ ترسره شوې. له دې جملې څخه د روسيې په وړانديز مسوده په څلورو موافقو، دوو مخالفو او ۹ ممتنعو رايو سره نه ده تصويب شوې. يادې مسودې ته روسيې، چين، پاکستان او سومالي موافقې رايې او امريکا او لاتونيا مخالفې رايې ورکړې دي.



































