د چین د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د څلورمې غونډې د پای ناسته د مارچ د ۱۲ مې نېټې په ماسپښين په پلازمېنې بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې ترسره شوه.
په دغه ناسته د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پينګ او نورو حزبي او دولتي مشرانو ګډون کړی و.
په دغه غونډه کې د چين د حکومت د کاري راپور او د ملي اقتصاد او ټولنیز پرمختګ د ۱۵م پنځه کلن پلان او يو شمېرو نورو موضوعاتو په اړه پرېکړه ليکونه تصويب شوي او دغه راز درې قوانين «د چین ولسي جمهوريت د ايکولوژيک چاپېريال قانون» «د چين ولسي جمهوريت د قومي يووالي او پرمختيا د هڅونې قانون» او «د چين ولسي جمهوريت د ملي پرمختګ د پلان قانون» هم تصويب شوي دي.



































