پاکستان د هند ددې اقدام غندنه کړې چې وایي په فضا کې یې د سټلایټ ضد توغندي بریالۍ ازموینه کړې ده او دا عمل یې د جګړې اور ته د لمن وهلو په مانا بللی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، فضا د انسانانو یو شریک میراث دی او هر ملت ته په کار ده چې له داسې هلو ځلو ډده وکړي چې وسلوالې سیالۍ ته وده ورکوي. هند پرون د خپلې فضا د امنیت خوندي کولو لپاره د سټلایټ ضد توغندي بریالۍ ازموینه وکړه. د هند لومړي وزیر نرندرا مودي دا ازموینه د هند د پیاوړتیا لپاره یو بې ساری ګام بللی دی او له همدې امله یې ټولو هندیانو ته مبارکي ویلي. هند او پاکستان له ۱۹۴۷میلادي کال راهیسې د ترخو اړیکو تاریخ لري او تر منځ یې د کشمیر پر لانجمنه سیمه درې لویې جګړې شوې دي.





































