د چين دولت رئیس شي جين پینګ په دې وروستيو کې د فرانسې د پروونس-الپس-کوټ ازور سيمې د نړیوال ښوونځي د چيني ژبې ښوونکو او زده کوونکو ته ځوابي پيغام لېږلی او سلامونه او نيکې هيلې يې ورته وړاندې کړې دي.
شي جين پینګ په دې پیغام کې ليکلي: ((د چيني ژبې زده کړه نه يوازې د لرغوني او عصري چين په پېژندلو، بلکې د چين او فرانسې لاښه راتلونکي ته د پل په جوړولو کې هم مرسته کوي. هرکلی مو کوم چې تاسو او لازيات فرانسوي او اروپايي تنکي ځوانان د زده کړې، سفر او سېلانۍ لپاره چین ته راشئ او واقعي، جامع، پرانيستی او پرمختيايي چين له نږدې وګورئ او تجربه يې کړئ او چيني ژبه ستاسو د ژوند او پرمختيا ملګرې وګرځي.))
څه موده وړاندې، د فرانسې د پروونس-الپس-کوټ ازور سيمې د نړیوال ښوونځي د چيني ژبې ښوونکو او زده کوونکو شي جين پينګ ته پيغام استولی و او پکې يې د چيني ژبې د زده کړې په اړه خپل احساسات او له چيني کلتور سره مينه بیان کړې او اراده يې ښودلې وه، چې د چين او فرانسې د تنکيو ځوانانو ترمنځ د تګ راتګ د زياتولو او د دواړو هېوادونو د دودیزې دوستۍ د ژورولو لپاره به هڅې وکړي.


































