د چين د زرغونتيا ملي کمېټې دفتر د مارچ په ۱۲مه نېټه په ۲۰۲۵م کال کې د دغه هېواد د زرغونو چارو راپور خپور کړی دی.
راپور وايي، چين په ۲۰۲۵م کال کې په پراخه کچه د ځمکو د زرغونولو اقداماتو ته دوام ورکړی دی.
د چين مرکزي حکومت په ۲۰۲۵م کال کې د ځمکو د زرغونولو لپاره ۱۵۸ ميليارډه او ۴۰۰ ميليونه يوان کارولي، د هېواد په لر او بر کې يې ۳ ميليونه او ۵۶۳ لکه هکتاره ځنګلونه جوړ کړي او د ۴ ميليونو او ۹۲۷ زره هکتاره په اندازې څړځايونه يې بيا رغولي دي، چې په دې سره، د چين ۲۵،۰۹ سلنه ځمکه پر ځنګلونو او شاوخوا ۵۶ سلنه ځمکه يې په ورشوګانو پوښل شوې ده.



































