عنزات توحتي ويلي، که د شينجيانګ ځايي خلک د ګرځنده تليفون د کمرې له لارې ريښتنی ژوند انځور کړي، نو نړيوال به ريښتنی شينجيانګ وپېژني.
د شينجيانګ ویغور خپلواکۍ سيمې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړی عنزات توحتي د ۲۰۲۶م کال د چین د ملي ولسي ګانګرېس او ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوو کلنيو غونډو کې د ګډون لپاره بېحينګ ته راغلی و.
هغه د مصنوعي ځيرکتيا هغه عينکې، چې د کمرې په شان عکسونه او وېډيوګانې اخيستلی شي، اغوستې وې.
دېرش کاله مخکې، د عنزات توحتي پلار يوه ډيجيټلي وېډيويي کمره هغه ته ډالۍ کړې وه.
عنزات توحتي به هميشه پر همدې کمرې د ځان او ملګرو د ژوند په اړه وېډيوګانې جوړولې. هغه په تېرو لسو کلونو کې پر ټولنيزو رسنيو د شينجيانګ وېډيوګانې خپرې کړي او پر ټيکټاکپاڼې يې د شينجيانګ د صنايعو د پرمختګ معلومات معرفي کړي دي.
د دې ترڅنګ، عنزات توحتي د شينجيانګ بزګرانو او مالدارانو ته د وېډیو د اخيستلو او ايډېټ او د ژوندۍ خپرونې د جوړولو په اړه زده کړه ورکړې، څو عادي خلک هم وکولی شي، د کمرې له لارې خپل ژوند ثبت کړي. د دوی وېډيوګانې ښايي ډېرې مسلکې او ښکلې نه وي، خو د شينجيانګ ريښتنۍ بڼه پکې منعکس کولی شي.
په دې وروستيو کلونو کې د شينجيانګ کلتوري او سيلانيزو چارو ډېر پرمختګ موندلی او دا د عنزات توحتي د پروګرامونو د جوړولو لپاره ګټور دی. هغه غواړي د عادي وېډیو جوړونکو لپاره پلاټفورم او معيارونه جوړ کړي او د شينجيانګ کيسې نورو خلکو ته ورسوي.



































