د چين سوداګرۍ وزارت وياند د مارچ په ۱۳مې نېټې د چين او امريکا د سوداګريزو سلامشورو په اړه ويلي، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی او مرستيال صدراعظم هه لي فنګ به د مارچ له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې د يوه پلاوي په مشرۍ فرانسې ته ولاړ شي او له امريکايي لوري سره به پر سوداګريزو مسئلو خبرې وکړي.
دواړه خواوې به په بوسان کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د ليدنې او د تاريخي ټېليفوني خبرو د ګډو موافقو په رڼا کې د سوداګريزو مسئلو په اړه سلامشورې وکړي.



































