امریکا څو ورځې مخکې د چين په شمول د ۱۶ سوداګريزو ملګرو هېوادونو پر وړاندې سوداګريزې څېړنې پيل کړې دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د مارچ په ۱۲مې نېټې په يوې مطبوعاتي غونډې کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې په دې اړه ويلي، چې هېواد يې د چين او امریکا ترمنځ د سوداګريزو مسئلو د حل په بهير کې دايمي او څرګند دريځ لري او پر بېلا بېلو توکو له يو اړخيزو ګمرکي تعرفو سره مخالفت کوي.
نوموړي ويلي، د ګمرکي تعرفې جنګ او د سوداګرۍ جنګ د هيڅ لوري لپاره ګټور نه دي، نو دواړه خواوې بايد د مساوات، درناوي او متقابلو ګټو پر بنسټ د سلا مشورو له لارې اړوندې مسئلې حل کړي.
ګوه جيا کون هغه خبرې، چې د چین تولیدي ظرفيت له اړتياوو زیات او اضافي دی، ناسمې او د امريکا سياسي وسيله بللې ده او په خبره یې، امريکا غواړي د يادې خبرې په پلمه خپلې سياسي موخې ته ورسېږي او چين ورسره کلک مخالفت کوي.



































