د افغانستان داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ په کابل کې د چين د ولسي جمهوريت له سفير او له بهرنيو هېوادونو سره د چين د دوستۍ د اړيکو له رييس سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو پر لازياتوالي او پراختيا ټينګار وکړ. دغه راز په دې کتنه کې په بدخشان ولايت کې د افغانستان او چين د ګډې فرهنګي اوونۍ د نمانځنې، د بدخشان د واخان په سيمه کې د دواړو هېوادونو د لرغونپوهانو د ګډې څيړنې او د افغانستان د ژبو د څيړنې په اړه هم خبرې شوې دي. حسینه ساپۍ وایي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په افغانستان کې د موزيمونو د ستراتيژۍ په اړه کار کوي او هڅه کوي چې د هېواد په هر ولايت کې یو، یو موزیم جوړ شي. د چین سفیر د افغانستان تاريخي اثار د اسيا په مدنيتونو کې ارزښت ناک وبلل او په چين کې يې د مس عینک د اثارو د نندارتون جوړولو غوښتنه وکړه، چې د اطلاعتو او فرهنګ وزارت مشرتابه هم ور سره منلې ده. د چین سفیر په فرهنګي برخه کې له افغانستان سره د هر اړخیزې مرستې ژمنه کړې ده.



































