غزني کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د کرکټ لساووریزه رمضان جام سیالۍ چې د کرکټ امریت له لوري پیل شوې وې، نن د « مینوال زلمو» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د غزني ولایت کې د کرکټ ادارې مسوول عبدالودود پکتیال سپوږمۍ راډیو ته وویل، د مرکز او ولسوالیو د شپږو لوبډلو ترمنځ یې د کرکټ لساووریزه سیالۍ پيل کړې وې چې اتلولي یې د مینوال زلمو لوبډلې وګټله. هغه زیاته کړه، له یادو سیالیو څخه یي موخه د لوبغاړو بوخت ساتل وو څو کلب لیول سیالیو ته چمتو شي.




































