د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د مارچ په ۱۳مه نېټه خبر ورکړی، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی او بهرنيو چارو وزير وانګ يي، د عامه امنيت وزير وانګ شياو هونګ او د دفاع وزير دونګ جون به د ويتنام د لوري په بلنې د مارچ له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې دغه هېواد ته سفر وکړي او په ګډه به د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو، دفاع او عامه امنيت د ستراتيژيک ډيالوګ تر ميکانيزم لاندې د وزيرانو په لومړۍ غونډه کې ګډون وکړي.
وانګ یي به د دې سفر په ترڅ کې د ويتنام له مشر سره د دواړو هېوادونو د همکاريو د لارښوونکې کمېټې د ۱۷مې غونډې مشري هم وکړي.



































