د چین د هو نان ولایت د شیانګ شیانګ ښار د ۸۲ کلن اوسېدونکي چن جیون چینګ لمسي څو څو ځله په کوچنیو رستورانتونو کې د خوړو له امله ناروغه شو. دغه راز ښاغلی چن د ماشومانو د خوړو خوندیتوب په اړه ډېر اندېښمن دی.
هغه د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر کې د خوړو تولید د کوچنيو ورکشاپونو او د خوړو ګرځنده پلورونکو د ادارې په اړه د هو نان ولایت د مسودې لپاره د نظرونو د راټولولو په وخت کې ځايي ادارې ته خپل وړاندیز وړاندې کړ. د ده اصلي غوښتنه دا وه چې د خوړو پر هغو سوداګرو جریمې زیاتې شي کوم چې تولیدي معیارونه نه پوره کوي. د ده دغه وړاندیز د هو نان ولایت د ولسي کانګرس د دایمي کمېسيون لخوا تصویب شو او د نويو تعدیل شويو مقرراتو په ۴۰مه ماده کې لیکل شوی دی.

د ښاغلي چن کیسه یوه جلا قضیه نه ده، بلکې د چیني شکله ډیموکراسۍ یوه بېلګه ده. په چین کې د خلکو “کوچنۍ هیلې” بالاخره د هېواد په لویه نقشه کې شاملېږي. د ډیموکراسۍ دغه شکل چې په ډیموکراسۍ کې د لوېدیځ پانګوال نظام لاسوهنه ماتوي او د خلکو غږونه په مستقیمه توګه پالیسي جوړوونکو ته ورکوي، د ټولبهير ولسي ډيموکراسۍ په نوم پېژندل کېږي.
د نړیوالې ګډوډۍ په وړاندې، ټولبهير ولسي ډيموکراسي په چین کې په مؤثره توګه کار کوي او په دوو غونډو کې د اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا د پنځه کلن پلان په ټاکنو کې مهم رول لوبوي. ځکه دغه ډیموکراتیک سیسټم د چين د دايمي ثبات ملاتړ کړی، نو د نړۍ مخ په زیاتېدونکې پاملرنه يې راخپله کړې او د بشري سیاسي تمدن لپاره يې یو نوی امکان برابر کړی دی.
د چین د دولت رئیس شي جین پینګ دغه چیني شکله ډیموکراسي د « ټولبهير ولسي ډيموکراسۍ »په توګه تشریح کړې او د چین ځانګړتیا لرونکې سوسیالیستي ډیموکراسۍ جوهر يې روښانه کړی دی. د ټولبهير ولسي ډيموکراسۍ اساس (( ټولبهير )) دی یانې خلکو ته توان ورکوي چې له قانون سره سم په ملي او ټولنیزو چارو کې د پرېکړې کولو، پلي کولو او د څارنې په هره برخه کې برخه واخلي او ډاډ ترلاسه کړي چې د واک کارول تل د خلکو ارادې منعکس کوي او ځواب ورکوي.

دغه ډيموکراتيک شکل یوازې تیوري نه ده، بلکې ګټورې عملي تجربې لري. د چین د ۱۵م پنځه کلن پلان د جوړولو په ترڅ کې، اړوندو څانګو د انټرنېټ له لارې څه د پاسه ۳ میلیونه او ۱۱۰ زره وړاندیزونه راټول کړل. دغه وړانديزونه تشې خبرې نه وې او نژدې ۶۰ سلنه یې د ماشومانو د زده کړې او د فارغ شویو محصلینو د کارموندنې په ګډون د معیشت په مسئلو باندې تمرکز درلود. د خلکو غږونه بالاخره په پالیسۍ بدل شوي او په پلانونو او وړانديزونو کې شامل شوي دي.
سربسره پر دې، د چین د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې او نورو ادارو په سیستماتیک ډول د ځانګړو مشورتي فعالیتونو له لارې د ساینس او ټېکنالوژۍ کارپوهانو، بزګرانو او معیوبینو په شمول له ۱۱ مختلفو ډلو څخه نظرونه وغوښتل. دا پروسه په روښانه توګه د ټولبهير ولسي ډيموکراسۍ “بشپړه سلسله” ښیي چې د خلکو غږونه نه یوازې اورېدل کېږي، بلکې په واقعي توګه د هېواد د پرمختګ په کړنو کې ژباړل کېږي.




































