د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جیا کون د مارچ په ۱۳مه نېټه رسنیو ته وویل چې چین د ایران د لومړني ښوونځي د وژل شویو زده کوونکو له امله ژوره خواشیني څرګندوي او د هغوی کورنیو ته خپله صمیمانه خواخوږي وړاندې کوي. د چین د سره صليب ټولنې پرېکړه کړې چې د ایران د سرې میاشتې ټولنې ته ۲۰۰ زره امریکايي ډالره بېړنۍ بشري مرسته ورکړي، چې دا مرسته به په ځانګړې توګه د وژل شویو زده کوونکو د کورنیو لپاره وکارول شي.
هغه زیاته کړه چې چین چمتو دی د بشردوستانه روحیې پر اصل ایران کې اړینو مرستو ته دوام ورکړي او د ایران له خلکو سره مرسته وکړي څو له دې ستونزمن حالت څخه راووځي.




































