په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د مارچ په ۱۲مې نېټې پر ايران د بنديزونو په اړه د امنيت شورا د کمېټې يوې غونډې ته وينا کې وويل، چې امريکا د ايران د اټومي مسئلې د بحران جوړوونکی دی او کړنې يې له نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او اصولو خلاف دي. نوموړي د امريکا د ناسمو کړنو سخته غندنه وکړه.
فو څونګ د ايران د اټومي مسئلې د اوسني وضعيت او راتلونکې حللارې په اړه د چين څلور فقره ييز وړانديز وکړ.
زور د نړيوالو شخړو مناسبه لار نه ده او د ايران ملي حاکميت، امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا ته دې درناوي وشي.
د ايران اټومي مسئله بايد بېرته سياسي او ډيپلوماتيکي حل لارې ته وګرځي.
عدالت او انصاف بايد وساتل شي او د اټومي وسلو د ناخپرېدو تړون د لاسليک کوونکي په توګه له اټومي انرژۍ څخه د ايران د سوله ييزې استفادې حق بايد ډاډمن شي.
امنيت شورا بايد د ترينګلتيا د ارامولو او د منځني ختيځ د دايمي ارامۍ د ساتلو په موخه اقدامات غوره کړي، پر برابر دريځ دې ټينګار وکړي او د بنديزونو او فشارونو د لګولو او د ځينو هېوادونو د سياسي اجنډا لپاره د خدمت د وسيلې رول دې ونه لوبوي.




































