د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر جاو له جي د مارچ د ۱۲مې نېټې په ماسپښين د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د هغو عمده مطبوعاتي ارګانونو له مسوولينو او خبريالانو سره مرکه وکړه، چې د ۱۴م ملي ولسي کانګرس د ۴مې غونډې په راپورتاژ کې يې ګډون کړی و.
نوموړي هغو ټولو خبريالانو ته نېکې هيلې او مننه څرګنده کړه، چې د يادې غونډې لپاره یې خبرونه ورکړي دي.




































