د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر وياند چن بينهوا د مارچ په ۱۴مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې په ۱۴مه نېټه د تش په نامه د تايوان د مشرانو د ټاکنو د ۳۰ کلونو او د ډيموکراسۍ د ټينګار په عنوان سیمينار ته د لای چینګده وينا له چين څخه د تایوان د بيلتون غوښتونکې موخه په ډاګه کړې.
د وياند چن بينهوا په خبره، لای چينګده د چين د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ مقابله لامسون کړې، د تايوان سيمې تاريخ او اصلي حقيقت يې تحريف کړی او غواړي چې د پوځي اقداماتو له لارې د تايوان سيمې خپلواکي ومومي. چن بینهوا زياته کړې، چې د لای چينګده د وينا اصلي موخه دا ده، چې د تايوان تنګي سوله او ثبات ويجاړ کړي او جنګ راوپاروي.
چن بينهوا ويلي، چې هر څه لا چينګده وايي او کوي، د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ اړيکې به بدلې نه کړي او د چين د يووالي مخنیوی نه شي کولای.




































