په چين کې تر تېر کال پورې په طبي بيمې کې د ادارو کارکوونکو ګډونوالو شمېر ۳۸۸ ميليونه ۵۶۰ زره او ۷۰۰ ښودل شوی او د نورو ګډونوالو شمېر ۹۴۲ ميليونه، ۱۲۰ زره او ۸۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
تېر کال د طبي بيمې صندوق عمومي عايدات ۳۵۸۷ ميليارډه او ۳۱۱ مليونه يوانه او عمومي لګښت يې ۳۰۰۰ ميليارډه او ۹۳۸ ميليونه يوانه ښودل شوی دی.
تېر کال ډاکترانو ته د ناروغانو د تګ شمېر ۷ ميليارډه او ۲۱۵ ميليونه ښودل شوی، چې دغه رقم د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲۵ اعشاريه ۵۱ زياتوالی ښيي او په روغتونونو کې د ناروغانو د بستر کېدو شمېر ۲۷۸ ميليونو ته رسېدلی، چې دغه رقم د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې درې اعشاريه څلور کموالی ښيي.
په دغې بيمې کې د کلیوالو سیمو د ټيټ عايد لرونکو او له بېوزلۍ څخه د وتلو کسانو د ګډونوالو انډول په سلو کې ۹۹ سلنه ساتل شوی دی.
د دې ترڅنګ، په همدې کال کې ډېر ټيټ عايد لرونکي کسان د بنسټيزې طبي بيمې، د سختو ناروغيو له بيمې او طبي مرستو څخه برخمن شوي او د دوی لپاره ۱۹۳ ميليارډه او ۳۹۰ ميليونه يوانه طبي لګښت سپما شوی دی.



































