په پښتونخوا کې د عوامي نشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان وايي، دداسې یوه هېواد لومړی وزیر چې خپل هېواد یې له ګډوډیو او ستونزو سره مخ دی د بل چا په کورنیو چارو کې مداخله نه شي کولی. د اسفندیار ولي خان په خبره دا چې افغانان څه ډول حکومت غواړي ددوی خپل انتخاب دی، نو عمران خان ته نه ده په کار چې غیر مسوولانه او غیر ديپلوماتیکې څرګندونې وکړي. هغه د پاکستاني حکومت پر مشران او د افغانستان پر ګاونډیانو غږ کړی چې د غیر مسوولانه څرګندونو پر ځای دې د سولې په پروسه کې همکاري وکړي. دده په خبره په افغانستان کې د روانې څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي او اوس نه ده په کار چې د سیمې د هېوادونو مشران یا ښکېل لوري په غیر مسوولانه خبرو د مذاکراتو او سولې دغه روان بهیر زیانمن کړي.



































