د سولې عالي شورا ځینې غړي او څو افغان دیني عالمان پاکستان ته تللي وو او هلته یې له ځینو پاکستاني دیني عالمانو سره د افغان جګړې پر دیني اړخ خبرې کړې دي. چارواکي وايي، په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو دیني عالمانو ټینګار کړی، چې سوله غوره لار ده او دواړې خواوې به د سولې لپاره خپلې هڅې کوي. ویل شوي چې دا غونډې به دوام کوي او نور عالمان به هم پکې را ګډېږي.
دا ډول غونډې له سولې او امن سره څه مرسته کولی شي؟
ویل شوي چې دا غونډه د هغو ژمنو د عملي کولو یوه برخه ده چې د پاکستان نوي حکومت افغان چارواکي ته ورکړې دي. په کابل کې چارواکي هیله من دي چې په پاکستان کې نوی حکومت به ورسره په سوله او امن کې مرسته وکړي. له همدې امله دا غونډې جوړېږي. د افغانستان حکومت د تېر په څېر یو ځل بیا تېروتنه کوي. په پاکستان کې واک له پوځ او استخباراتو سره دی او ملکي حکومت هېڅ معنا نه لري. بیا د عمران خان حکومت خو د پوځ او استخباراتو په مرسته جوړ شوی، نو له هغه د داسې کار تمه به بېخي بې ځایه وي چې پوځ او استخبارات یې نه غواړي. د پاکستان پوځ او استخبارات لا هم په افغانستان کې د جګړې ملاتړ کوي. هېڅ داسې بدلون نشته چې د هغو پر اساس دې پوځ او استبخارات خپله تګلاره بدله کړي او یا دې هم مجبوریت احساس کړي چې خپله تګلاره بدله کړي. تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې جنرالانو او استخباراتو یې د پاکستان د ملي ګټو لپاره د طالبانو ملاتړ کړی دی. چې خبره دومره واضېح وي، بیا خو اصلي ادرس ښکاره دی.
د افغانستان د حکومت یوه ستره تېروتنه دا ده چې دوی لا هم فکر کوي، چې دا جګړه مذهبي ده. دا سمه ده چې مذهبي انګېزې پکې شته، خو دا جګړه د ګټو جګړه ده چې مذهب او دین پکې د وسایلو په توګه کارول کېږي. د پاکستان پوځ او استخبارات د نورو چارو ترڅنګ دین، ملایان او دیني مراجع هم د خپلو ګټو لپاره کاروي. اوس هغوی چې په اسلام اباد کې زموږ له عالمانو او د سولې شورا له غړو سره ناست دي، ناستې یې پر دې جګړه نه اغېز لري او نه هم په سوله او امن کې مرسته کولی شي. د پاکستان پوځ او استخبارات د سلګونو او ان زرګونو داسې مدرسو کنټرول لري، چې د افغانستان جګړې ته پکې کسان روزل کېږي. اوس دغو مرکزونو ته نه زموږ عالم ور پرېښودل کېږي او نه هم د پاکستان پوځ او ای اېس ای چا ته اجازه ورکوي چې له دغو مدرسو را ووځي او زموږ سره د دې جګړې پر مشروعیت خبرې وکړي.
پر دې اساس د سولې عالي شورا چې پر کومه لار روانه ده، هغه ترکستان ته تللې ده. دوی په دې غونډو له سولې او امنیت سره هېڅ مرسته نه شي کولی. یوازې د شورا ځیني غړي او ځيني ملایان به پکې سفرونه وکړي، په ښکلو هوټلونو کې به و اوسېږي او امتیازات به واخلي.