د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به په میانمار کې د میانمار ملي لوبډلې پر وړاندې نن ماسپښین ۳ بجې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. ټاکل شوې، چې دغه لوبه د یانګون په ټوونا لوبغالي کې ترسره شي. افغان لوبغاړي به په سرو جامو او میانمار لوبډله په سپینو جامو میدان ته ننوځي. د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام د درېیم کوالیفای پړاو سیالیو کې افغانستان د سوریې، میانمار او پاکستان سره د پنځم ګروپ برخه ده؛ خو د تېرو لوبو د پایلو له امله بل پړاو ته د تګ چانس نه لري.




































