ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن سهشنبه د وري په ۱۱مه د سوریې پر وړاندې سیالي ترسره کړي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، چې دا لوبه د آسیا جام د مقدماتي پړاو په چوکاټ کې ترسره کېږي او د افغانستان پر وخت به د شپې په ۸:۴۵ بجې پیل شي. همداراز، د ملي لوبډلې لوبغاړو د دې سیالۍ لپاره خپله لومړنۍ تمریني لوبه د سعودي عربستان د جده ښار کې ترسره کړې ده. د یادونې وړ ده چې افغانستان تر دې وړاندې خپله تېره لوبه د میانمار پر وړاندې ۲-۱ بایللې وه.




































