د افغانستان د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، چې د هېواد د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله نن دوشنبه د قرغیزستان پر وړاندې سیالي ترسره کوي. د فدراسیون د مالوماتو له مخې، دا د مرکزي اسیا د ملتونو د ۲۰۲۶ کال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان لومړنۍ لوبه ده، چې د ازبکستان په تاشکند ښار کې ترسره کېږي. سرچینې ویلي، چې د یادو سیالیو په دې پړاو کې د افغانستان تر څنګ د ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان او تاجکستان د ۱۷ کلنو کم عمره لوبډلې هم ګډون لري.




































